FCDC54F3-502F-4959-B912-36383FB3937A

مسګر: د مسګرۍ صنعت د رکود سره مخ دی

په هرات کې يو شمېر مسګر ددې صنعت د رکود څخه په دې ولایت کې اندېښنه څرګندوي.
په هرات ولایت کې يو شمېر مسګر او ددې صنعت کسبه کاران د یاد صنعت لپاره د بازار نه شتون، د پلور د کچې کمېدل، د حکومت بې پامې هغه لاملونه ګڼې، چې دا صنعت يې د رکود او هیرتیا لوري ته خوځولی.
دوی غوښتنه کوي، که دولت د مسګرۍ د صنعت د بیا راژوندي کولو لپاره لاس په کار سي او له دوی سره مرسته وکړي، نو ډېری وګړي به کاري بوختیا ارلاسه کړي او د خپل ژوندانه چارې به له دې لارې پر مخ يوسي.
په هرات ولایت کې ددې صنعت يو شمېر کسب لرونکي او هټيوال فرحت نيوز ته وویل” هرات ښار کې يوازې د چارسو سړک کې د مسګرۍ ۸۰ هټۍ موجودي وي، چې په هرې هټۍ کې درو تر پنځو تنو کارکاوه، خو اوس د دولت د بې پامۍ له وجهې پنځه هټۍ هم نشته
دا هټيوال وايې:که دولت همکاري ورسره وکړي او په یاده برخه کې د کار زمینه پراخه کړي، نو دا لرغوني کلتوري میراث به بیا راژوندی کړي او ډېری خلکه به ددې لارې د خپل ژوندانه چار چلند پر مخ يوسي.
د بصیر احمد په نامه د مسګرۍ صنعت هټيوال وايې”د مسګرۍ صنعت، په هرات کې يو لرغونی کسب دی، دولت باید زموږ سره همکاري وکړي، چې دا کسب بیرته دې ولایت کې رونق پیدا کړي”
په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا غړی توریالی طاهري وايې: اړينه ده، چې مسګر او په دې برخه کې د کار خلک و هڅوو، تر څو دا لرغونی کلتور او تاريخي میراث او شتمنې مو خوندي پاته سي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي: یاده اداره ددې صنعت د بیا راژوندي کېدو لپاره هڅه کوي، چې خلکه د مسي ظروفو و ګټې اخېستنې ته وهڅوي، تر څو دا لرغونی صنعت او تاريخي کلتور پاته او محفوظه وساتل سي.
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند بیا ددې صنعت د خونديتوب او بقا لپاره د لازمو اقداماتو خبر ورکوي او وايي: د یاد صنعت د ساتنې، ودې او پرمختیا لپاره د هغو بنسټونو سره، چې په ملي او نړيواله کچه فعاليت لري، خبرې کوي تر څو ددې کلتوري میراث د خونديتوب په حوزه کې مرسته او همکاري وکړي.
د یادونې وړه ده، مسګري د هغو شغلونو څخه ده، چې زموږ په هیواد کې اوږده تاریخي مخينه لري، خو ډېر کلونه کېږي، چې ياد صنعت د رونق څخه لوېدلی او ددې صنعت د جوړ سويو وسایلو څخه د تېر په پرتله ګته اخېستنه کمه سوېده.

عبدالناصر ارمل
فرحت خبري آژانس/هرات