imagesBZ50LMKS

په لغمان ولایت کی د ماین چاودنه کې یو تن ملکي شهید او ۳ کسان نور زخمیان شوي

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې تېر ماسپښین ناوخته د مرکز اړوند د بابا صیب په دښته کې په یو شش پای موټر د مخالفینو له لوري ځای پر ځای شوی ماین انفجار کړی، چې په دغه پېښه کې د موټر چلونکی شهید او یو بل تن په کې زخمي شوی دی.

همدارنګه نن سهار اووه نیمې بجې بیا د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شکرمان په سیمه کې د یو بل ځای پر ځای شوي ماین په انفجار کې دوه کوچنیان زخمیان شوي دي.

عبدالقیوم ریحان ننگرهار