n00032000-b

په ترافيکي پېښه کې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په ترافيکي پېښه کې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته ننګرهار ولایت پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې ته څېرمه د ګيره خېلو په کونج کلي کې تيره ورځ مازديګر ناوخته يو کاسټر موټر له لوړ ځای څخه پريوتی، چې له امله ۴ ماشومان شهيدان او ۳۴ نور ټپيان شول. د معلوماتو له مخې په ټپيانو کې ښځې، نارينه لويان او ماشومان شامل دي. پېښه د کوژدې مراسمو پر مهال د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

پېښه د کوژدې مراسمو پر مهال د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. ټپيان د درملنې په موخه د پچير اګام سيمه ييز او جلال اباد ښار حوزوي روغتونونو ته ليږدول شوي دي.

عبدالقیوم ریحان (ننګرهار)