Helmand_ANA_

د یو مشهور قوماندان په ګډون ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغان ځواکونو او مخالفینو تر منځ په وسلواله نښته کې د یو مشهور قوماندان په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک فرحت خبري آژانس ته وویل

د الیشنګ په استقامت د مرکز د اړوند په الیشنګ کلي کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د مخالفو وسلوالو تر منځ په وسلواله نښته کې اته کسه وسلوال مخالفین وژل شوي او پینځه تنه نور یې شدید زخمیان شوي دي، چې په زخمیانو کې یې مشهور ځایي قوماندان جنت ګل هم شامل دی. قوماندان جنت ګل او د هغه دغه تروریستي ډله په یاده سیمه کې په ډیری جنایتونو، د سړک د غاړو د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د بې ګناه انسانانو په وینو تویولو کې لاس درلود او وخت نا وخت به یې د الیشنګ ولسوالۍ د لارې په اوږدوکې تروریستي کړنې تر سره کولې. د ځواک پروینا په دغه نښته کې یو محلي پولیس وژل شوی او درې تنه نور برسیرن ټپیان شوي دي.

عبدالقیوم(ریحان)