3B6297F7-DEB0-4319-8ECE-98606B15BDE6

په کرونا وایروس تښتېدلي ناروغان ادعا کوي، د عامې روغتیا ریاست دوی ته د تښتې زمینه مساعده کړه

د هرات شیدايي روغتون څخه تښتېدلي ناروغان ادعا کوي، چې د هرات عامې روغتیا ریاست دوی ته د تښتې لار هواره کړه.
په کرونا وایروس يو شمېر شکمن کسان چې دوې ورځې وړاندې د هرات شیدايي روغتون څخه تښتېدلي وه، ادعا کوي، چې د هرات د عامې روغتیا ریاست رئيس خپله دوی ته د تښتې لار هواره کړه.
په دې وایروس باندې اخته فریبا پوپلزی وايي، چې د عامې روغتیا ریاست مشر خپله دوی ته په روغتون کې د تښتې زمېنه مساعده کړه.
اغلې پوپلزی وايي”:د هرات د عامې روغتیا مشر موږ ته د تښتې زمینه مساعده کړه، چې ناروغان وتښتې، تېره ورځ د عامې روغتیا رئیس راغی او په خواشینۍ سره وویل، که د تللو پرېکړه لرئ ولاړ شئ دا ستاسو د پلار ځای نه دی او زه ستاسو د پلار مزدور هم نه یم، خپل زړه مو، ځئ که پاتېږئ”.
د هرات دعامې روغتیا ریاست مشر په ډې اړه څه نه وايي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کب میاشتې په ۲۶ مه په کرونا یا کوید ۱۹ ناروغۍ ۳۸ تنه اخته کسان چې د هرات شیدايي روغتون کې قرنطین وه، وتښتېدل.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات