3C295F2B-02FD-4D87-8DEB-307FBC2F9F14

په فراه،ولایت کې د کرونا دوې مشکوکې پېښې ثبت شوي دي

د فراه د روغتیا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د کرونا دوې مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.
د فراه د روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق ویلي چې یاد کسان دا مهال تر قرنطین لاندې دي.
هغه وویل چې یادو کسانوپه فراه کې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې پولې باندې دوکانداري کوله.
شایق وویل دغه دوه کسان چې د کرونا ویروس علایم پکې لیدل شوي په فراه کې د روغتیاي ټېمونو لخوا تر پېژندلو وروسته قرنطین شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د یادو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی، خو د ناروغۍ نمونې یې څېړل کیږي.