0A6DABE5-57AD-42DA-AB96-9F1F76BD441E

د کرونا د مخنيوي لپاره د هرات عامې روغتیا هلي ځلي

د هرات ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې دوی د “کرونا” ویروس د مخنیوي لپاره لازم اقدامات کړي دي.
د هرات د عامې روغتیا مرستیال ، آصف کبیر د “کرونا” ویروس وژونکی او ساري بولي او زیاتوي چې د همدې کبله دوی د هرات د هوایی ډګر امنيتي چارواکو ته یو رسمي مکتوب استولی؛ ترڅو له چین څخه د راتلونکو مسافرینو روغتیايي حالت وڅاري.
ښاغلي اصف کبیر نن یکشنبه د ( سلواغې ۶مه) فرحت نیوز ته وویل”: د “کروونا” يو خطرناکه ویروس دی. موږ ددې ویروس د خپریدو مخنیوی لپاره د هرات هوایې ډګر امنیتې چارواکو ته رسمی مکتوب لیږلی ترڅو د چین څخه د راتلونکو مسافرو روغتیایې وضعیت په جدی توګه وڅاري او که څوک د دی ناروغې نښې چې شدیده تبه، نفس تنګې، ټوخې او سرګیچه ده ولري، و روغتیایی مرکزونو ته انتقال کړي.”
ښاغلي کبیر زیاتوې چې “کرونا” یو وژونکی ویروس دی، چې د تنفسي لارو بل انسان ته په آسانۍ د سرایت وړ دي او باید چین ته تلونکي افغانان تر یو څو وخته پورې له تګ څخه ډډه وکړي.
د ویلو ده چې دی ناروغې تر څلویښتو ډیر کسان په چین هیواد کې وژلې او د دا هیواد کمونیست حکومت په ووهان ایالت کې بیړنې حالت اعلان کړی دی.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات