D618BD88-26BC-4354-899D-C2F18FB0A5FB

دهرات اوسېدونکي: سولې ته رسېدو لپاره اوربند غواړو

هرات ولایت کې ډيری شمېر مدني فعالانو، میرمنو، معلولینو او عامه وګړو د یو لاریون په ترڅ کې د سولې ټینګیدو لپاره د اوربند غوښتنه وکړه.
دا لاریون کوونکي وایې: افغانان د جنګ څخه ستړي دي او باید د جنګ ښکیلې خواوي د جنګ ختمولو لپاره سوله او دایمې اوربند وکړي.
ليلا امیري يو تن ددې لاريونوالو نن پنج شنبه د (سلواغې ۳) فرحت خبري آژانس ته وویل”:د يوې مسلماني خور په توګه زه د هيواد په جګړه کې د ښکېلو لوريو څخه په ځانګړي ډول د وسله والو طالبانو څخه غواړم، چې راشي تاوتریخوږالي ته د بای ټکی کښېږدي او سوله وکړي، اتحاد وکړي او د خپلو هيوادوالو سره د سولې او امن په فضا کې ژوند تېر کړي.”
دا کسانو سوله د هیواد مهمه اړتیا وبلل خو په خبره یې سولې ته د رسیدو په خاطر باید په هیواد کې لومړی تاوتریخوالې بند شې.
د هرات ولایت والی عبدالقیوم رحیمی هم اوربند د تل پاتې سولې مهم شرط بولې او وایې افغان حکومت د تاوتریخوالي ختمولو او سولې راویستلو لپاره چمتو دی.
د دی لاریون ګډونوال چې ډیری یې میرمنې وایې: نور نو خپل د ورونو، بچیانو او خپلوانو د وژل کیدو د لیدو توان نلری او باید حکومت او طالبان د جنګ ختمیدو او سولې ټینګیدو لپاره اوربند وکړي.
د سولې او اوربند غوښتنې دا لاریون په هرات کې په داسې حال کې په لاره اچول کیږي، چې تر اوسه وسله والو طالبانو د افغان حکومت سره د سولې خبرو او اوربند موضوع نده منلې.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات