4A908B65-D40E-49A1-AD97-D65CD9380E48

د هرات ولایتي شورا: د ولسي جرګې غړي په دې ولایت کې د متوازنې پراختیا د نه شتون اصلي لامل

د هرات ولایتي شورا غړي وايي، چې په دې ولایت کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې متوازنې پراختیا ته پاملرنه نه کېږي.
د هرات ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري تور پورې کوي: چې مسؤلین په ولسواليو کې د امنیتي ګواښونو په پلمه پراختیايي پروژې یکسانه نه پلي کوي. او په خبره يې مسؤلين، په خاص ډول د ولسي جرګې وکیلان روابطو ته پر ضوابطو لومړیتوب ورکوي.
ښاغلي طاهري زیاته کړه، په لېرو پرتو سیمو او ولسواليو کې خلک له ګڼو روغتیايي او پوهنېزو نعمتونو څخه بې برخې پاته دي، خو په خبره يې د ولسواليو مسؤلين د امنیتي ننګونو په پلمه د پروژو د پلي کېدو په برخه کې روابطو ته لومړیتوب ورکوي.
په همدې حال کې د هرات ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلین هم په لېرو پرتو سیمو او ولسواليو کې د روغتیا او پوهنې په برخه کې د خلکو ستونزې ګواښوونکي یادوي.
د هرات د قومونو او قبایلو چارو رئيس نورالحق احدي ژمن وايي:” هم په ولسواليو او لېرو پرتو سیمو کې د امکاناتو او لومړنيو اسانیاوو د نشتوالي له کبله د ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، په ولسواليو او لېرو سیمو کې خلک د روغتیا او پوهنې په برخه کې د د اړينو امکاناتو څخه بې برخه دي.”
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، په ولسواليو او لېرو پرتو سیمو کې د روغتیايي او پوهنېزو امکاناتو د کمښت ستونزه مني، خو، څرګندوي، چې سیمه اېزه اداره هڅه کوي، چې په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا انډول په پام کې وساتي.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرت