د هرات اوسېدونکو او مدني فعالانو د يوې اعتراضي غونډې پر مهال سیمه کې د وروستيو کړکيچونو د رامنځته کېدو له کبله ټېنګار وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د هيڅ هيواد په وړاندې د پوځي او سیاسي اهدافو په توګه و نه کارول شي.
د هرات اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي، چې پرينږدي د افغانستان خاوره د بهرنيو هيوادونو د ناسالمو سیاسي سیاليو او نیابتي جګړو قرباني نه شي.
د شکيلا په نوم د هرات يوې اوسېدونکي فرحت نیوز ته وویل”موږ د افغان ښاریانو په توګه هيڅ هيواد ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د نیابتي جګړو په توګه د نورو هيوادونو پر ضد ونه کارول شي.”
د هرات اوسېدونکو او مدني فعالانو همداراز ټېنګار وکړ، چې هيڅ بهرني او ګاونډي هيواد ته به اجازه ورنکړي، چې افغان خاوره په نیابتي جګړو کې ښکېله کړي او د نورو هيوادونو په خلاف يې استعمال کړي.
دوی همداراز د سیمې پر هيوادونو غږ وکړ، چې افغان خاوره دې د خپلو سیاليو تود ډګر نه ګرځوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې عراق کې د ايران سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قدس ځواک عمومي قومندان د امریکا په يوه هوايي برید کې ووژل شو، چې له کبله يو شمېر افغان کتونکو اندېښنه وښوده، چې دا پېښه به د افغانستان پر وضعیت او سولې اغېزه وکړي.
عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات