686AFE6A-A300-422F-93ED-0DD2C63BB934

هرات – کابل پر لویه لار د امنیتي پوستو د باج اخېستنې له کبله د موټر چلوونکو اعتراض

د هرات- کندهار او کندهار کابل پر لویه لار بار وړونکي او مسافر وړونکي موټرو ډریوران د تېر اونۍ راپه ديخوا د هرات په میرداوود سیمه کې د امنیتي پوستو د باج اخېستنې په اعتراض خپل ګاډي درولي او لاره يې د موټرو پر تګ راتګ تړلي ده.

دا موټر چلوونکي وايي، چې ددې لويې لارې په اوږدو کې شته امنیتي پوستې باج اخېستنه کوي او په خبره يې ان چې ډېری وخت ډریروان د امنیتي پوستو له لوري ځورول او ټکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مرکز څخه يو پلاوی د معترضو د غوښتنو د څېړلو لپاره هرات ولایت ته سفر کړی.

دا اعتراض کوونکي همداراز وايي، چې د فراه په فراه رود او دلارام ولسوالۍ په څو ځایونو او د غزني په اړوندو سیمو کې امنیتي پوستې په خپل سري ډول باج اخېستنه ځني کوي.

د سردار احمد په نوم يو تن موټر چلوونکي فرحت نیوز سره په خبرو کې وویل:”زموږ مظلومیت تر وروستي حده رسيدلی، موږ بار بار له مسؤلینو سره خبري کړي او دا ستونزه مو ورسره شریکه کړي، خو هيڅ اقدام يې نه کړئ.”

دا اعتراض کوونکي همداراز ادعا کوي، چې پر دې لویه لار د پولیسو له لوري ټکول او رټل کېږي او ان د پیسو په نه ورکولو ډزې ور باندې کېږي.

دا اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي که حکومت او اړونده چارواکي د دوی غږ و نه اوري او دا ننګونه د دوی له مخې لېرې نه کړي، نو د هرات – کندهار لویه لار به د ترافیکو پر مخ وتړي.

دوی ادعا کوي: چې دا ستونزه يې په بار بار د امنیتي بنسټونو سره ګډه کړي خو په خبره يې هيڅ اقدام نه دی ليدل شوی.

په همدې حال کې د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین هم ستونزه مني او غوښتنه کوي، چې باید ډېر ژر دا ستونزه هوارې شي، ځکه په خبره يې دې ستونزې د خصوصي سکټور پر راکړه ورکړې ناوړه اغېزه کړي ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، یاده ستونزه يې د کورنيو چارو وزارت او چارواکو سره ګډه کړي او په خبره يې ډېر ژر به دا ستونزه هواره شي.

ښاغلي فرهاد وویل:” د هرات ولایت مقام د کورنيو چارو وزارت د چارواکو سره مفصلي خبري کړي، او د معترضو غوښتنې يې ورسره شریکې کړي، ددې ستونزې د څېړلو لپاره ، له مرکز څخه هرات ولایت ته يو پلاوی هم راغلی.”

له بلې خوا د هرات ولایتي شورا غړي وايي: دې ستونزې د هرات ولایت او ګاونډيو ولایتونو اقتصادي وضعیت ترينګلی کړی او ددې ستونزې د هوارۍ لپاره باید چارواکي ګړندی ګامونه پورته کړي.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات