EB29B0BF-9A1E-43C6-87EB-2612DDF54D45

پانګه وال: د امنیت د نه شتون او صنعتي ښارګوټي کې د ځمکې بیې د لوړوالي له امله پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي

په هرات ولایت کې پانګوال وایې، چی د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ځمکې د نرخ لوړوالي او د ځمکې د پیرلو اوږده پروسه د دې لامل شوي چی دوی په هرات کی پانګه اچونې څخه لاس په سر شي.
د هرات د صنایعو او کانونو د خونی رییس حمیدالله خادم وایی چی د هرات په صنعتی ښارګوټی کی يو متر مربع ځمکه په14.5 ډالره پلورل کیږي چی دغه بیه ډیره زیاته ده او پانګه وال یې پیرلو ته زړه نه ښه کوي.
هرات د هیواد د مهمو صنعتی ښارونو څخه دی چی په دغه ولایت کی په لسګونو کارخانی فعالیت لری خو په دی ورستو کی له دغو کارخانو څخه یی يو شمر تړل شوی دی.
د هرات د صنایعو او کانونو خونی رییس حمیدالله خادم فرحت نیوز سره په مرکه کې وويل:”د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پانګه وال له دې امله پانګه اچونې ته زړه نه ښه کوي چې د ځمکې بیه لوړه ده او د پیرلو پروسه یې هم اوږده ده.”
ښاغلی خادم زیاتوي چې اوس مهال په دغه ښار ګوټي کې يو متر مربع ځمکه په14.5 ډالره پلورل کیږي چی دغه بیه دیره زیاته ده او پانګه وال یې پیرلو ته زړه نه ښه کوي.
په همدې حال کې سردار بهادري د هرات ولایت د ولایتي شورا غړی وایي چې دولت باید داخلي تولیداتو لپاره بازار موندنه وکړي او د بهر څخه د ورته تولیداتو د واردیدو مخه ونیسې.
بل خوا بیا د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې ددغه ولایت د دوهم صنعتي ښارګوټي ځای ټاکل شوی او د قانوني پروسې د بشپړیدو وروسته به یې د توزیع چارې پیل شي.
ښاغلي فرهاد وویل:” هرات کې د دوهم صنعتي ښارګوټي د جوړونې طرحه او اصولي چارې بشپړې شوي، موقعیت يې مشخص شوی چې انشاالله د توزیع لړۍ به یې په راتلونکي کې پیل شي.”
پانګوال په داسې حال کې د امکاناتو د نه شتون څخه خبري کوي چې د صنعت او تجارت ریاست سرپرست عارف صادق د جوازونو د ویش د زیاتوالي خبر ورکوي او وایي چې په هر میاشت کې د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ تجارتي جوازونه ویشي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم څو ځلې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو د تړل کېدو او د پانګه والو د جواز د انحلال خبرونه ورکړل شوي وو.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات