B687417E-CC94-47AB-9D42-B42BE3DB08C7

برید جنرال انریکو بردواني لوېديځ زون لپاره د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومندان وټاکل شو

برید جنرال انریکو بردواني لویدیځ زون کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو لپاره د نوي قومندان په حیث په دنده وګومارل شو.

د ښآغلي بردواني د ګومارنې په مراسمو کې، افغانستان کې د پریکنده مأموریت ځواکونو مرستیال، کابل کې د ایتالیا هیواد سفیر او لویدیځ زون کې ګڼ ملکي او پوځي چارواکو او نور مهم ګډونوال وه.

.د دي مراسمو په ترڅ کې لویدیځ زون کې د پریکنده مأموریت ځواکونو قومندانی مسؤولیت د مخکني قومندان برید جنرال جواني پرمیجاني څخه و نوي قومندان برید جنرال انریکو بردواني ته وسپارل شو.

هرات والي عبدالقیوم رحیمي لویدیځ زون کې د پریکنده مأموریت ځواکونو نوي قومندان ته د ښوونیزو، مشورتي او کومکي دندو د تحویلدهی مراسمو کې د ګډون پرمهال د ایتالیا هیواد د دولت او خلکو د همکاری څخه مننه وکړه.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات