D726CEA7-101C-4C8B-9C6D-FE4571400A16

هرات کې د معاشونو د ځنډ له کبله د شهداوو کورنيو اعتراض

هرات کې د يو شمېر شهدا او معلولينو کورنيو او وارثینو د معاشونو د ځنډ او نه ورکړې په غبرګون کې اعتراضي غونډه وکړه .
د هرات ولایت مقام مخې ته نن يو شمېر کسانو چې ځانونه د شهداو او معلولينو وارثین یادوي نن د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې د خپلو معاشونو غوښتونکي شول.
دا اعتراض کوونکي ادعا کوي، چې د څو مودې راهیسې په ورځني ډول د شهداوو او معلولينو ریاست ته ورځي، خو شاواخوا شپږ میاشتې کېږي،چې معاشونه يې نه دي ورکړي.
دا اعتراض کوونکي ګواښ کوي، که معاشونه يې ورنه کړل شي نو په نورو اقداماتو به لاس پورې کړي او خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات