06590FE0-ACA5-4AA0-9B11-36F4AE18A34D

هرات کې درې تنه سړي تښتوونکي ونيول شوه

هرات کې پولیسو درې تنه برمته کوونکي موخې ته له رسېدو مخکې ونیول.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده فرحت نیوز ته وویل: تورنو کسانو د هرات ولایت اړوند د صنعتي ښارګوټي په سیمه کې څار درلوده، چې د پولیسو دام ته ولوېدل او نیول شوه.
وليزاده زیاته کړه، د تورنو کسانو سره د يو ميل تفنګچې شتون، بې سدې اسپري او یوه کړۍ ځنځير څخه څرګنده شوه، چې یادو کسانو د سړي تښتونې رول درلود.
ولي زاده همداراز وویل، نیول تورن کسان د هرات د ګذرې او غوریان ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي دي.
د ولي زاده په خبره، تورن کسان د لانورو څېړنو لپاره تر څارنې لاندې دي.
د امنیتي بنسټونو د هڅو سره سره بیا هم د هرات ولایت وګړو ته سړي تښتونې، او وسله والې غلاوي يو له جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات