B89EAAFF-D637-43C3-BB70-6FB70F742718

هرات کې د ‘نومبر ۱۴مه’ له شکرې ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې د ورزشي پروګرام په ترڅ کې لمانځنه وشوه

د دیابت یا شکرې ناروغۍ د نړیوالې ورځې څخه په هرات ولایت کې د یو ورزشي پروګرام په ترڅ کې لمانځنه وشوه.
د هرات د عامې روغتیا ریاست د دیابت څانګې مسؤل ډاکټر احمد ضیا محتسب زاده فرحت نیوز ته نن پنج شنبې (د لړم ۲۳مه) وویل: د ځغاستې او نورو سپورتي فعالیتونو په ترسره کولو سره، خلک په شکر ناروغۍ د اخته کېدو څخه ژغورل کیږي او کوم کسان چې هم دا ناروغې ولري تر کنټرول لاندې یې راولي.
ښاغلی محتسب زاده، سپورټ د شکر ناروغۍ د مخنيوي او کابو کولو لپاره ګټوره لار بولي او د خلکو غواړي، خپل د روغتیا لپاره په ورځني ډول ورزش وکړي.
د نوامبر ۱۴مه د دیابت یا شکر ناروغی نړیواله ورځ ده چې په ټوله جهان کې د پلی تګ پرواګرامونو په لاره اچولو سره ورڅخه لمانځنه کیږی.
ښاغلی محتسب زاده، له فزیکي حرکت او سپورت پرته خواږه او غوړ خوراکونه تر ډېره د شکر ناروغۍ د ډېرېدو لامل یادوي، چې په خبره يې وګړي پر دې ناروغۍ د نه اخته کېدو په خاطر په ورځني ډول ورزش وکړي او خواږه او غوړ خوراکونه زیات ونه خوري.
په همدی حال کې یوشمیر ډاکتران ورزش د شکر یا دیابت ناروغی د مخنیوی او کنټرول لپاره ګټوره او بی لګښته لار بولی او د خلکو غواړي چې خپل د روغتیا لپاره په ورځنې ډول ورزش وکړي.
د بلی خوا د دیابت یا شکر ناروغۍ نړیوالې ورځې لمانځلو په موخه د پلي تګ پروګرام کې ګډونوال وایې: ورزش ورته ګټور تمام شوی او په خبره یې باید ټوله خلک دا کار وکړي.
په هرات ولایت کې هم د دې ورځې څخه د پلی تګ او په وړیا ډول د شکر کچې معلومولو لپاره د خلکو د وینې کتلو پروګرامونه په لاره اچولو سره ورڅخه لمانځنه وسوه چې د عامی روغتیا ریاست د دیابت څانګې د مسولینو په خبره موخه یې دا ده چې د دی ناروغې سره مبارزه وکړي او په هکله یې د خلکو پوهاوی لوړ کړی.
په نړۍ کې شاوخوا ۴۵۰ زره کسان په دیابت اخته دي، چې د دې کسانو د ډلې تر ولس زره ډیر په هرات ولایت کې ثبت شوي دي.

نصیراحمد ارمل
فرحت نیوز/هرات