712FB615-56BA-4945-B80D-C56E4809A608

هرات کې د ګډوالو ریاست وايې: يو شمېر کسان د ګډوالو د نوم څخه په ګټې اخېستنې دې ریاست ستونزې جوړې کړي

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات

د هرات ولایت د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي: یوشمېر کسان د بې ځایه شویو د نوم څخه په ګټې اخېستنې د مرستو ترلاسه کولو لپاره په دښتونو کې خیمې دروي، چې په خبره یې یاد ریاست ته يې ستونزې جوړې کړي.
هرات ولایت چې په دا وروستیو څو کلنو کې د ډیری شمېر بې ځایه شویو ګډوالو کوربه و، د تېرکال راهېسې د خورا بې شمیره بیځایه شویو ټاټوبی ګرځیدلی.
د هرات ولایت د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس وایې:” هرڅو د بیځایه شویو شمېر په هرات ولایت کې ډېر دی، خو یو شمېر کسان په بیلابېلو پلمو د ګډوالو د نوم څخه په ګټې اخیستنې او مرستې تر لاسه کولو لپاره خیمې درولې، چې دې شمېر کسانو ددې ریاست د مرستې رسونې پروسه له خڼد سره مخ کړي ده”.
په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشمي فرحت نیوز سره خبرو کې وویل: چې دا کسانو ته زمینه خپله مرسته کونکو ادارو چمتو کړی، چې په خبره یې د هغوی پر سر ځانته پروژې ونیسې.
نوموړي وایې: د ګډوالو د نوم څخه ناوړه ګټې اخیستنې لپاره خپله مرسته کوونکو موسسو او بنسټونو دا کسانو ته فرصت جوړ کړئ، ځکه چې موسسې او بنسټونه د هغوی پر سر ځانته د دونرانو څخه پروژې او پیسې ترلاسه کوی.
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وایې:چې هيڅ چاته به د ناوړه ګټې اخیستنې اجازه ورنکړي او په دې برخه کې به جدي اقدام وکړي.
هرات ولایت وس مهال د شاوخوا ۳۵ زره بیځایه سویو کورنیو کوربه دی چې د هرات ښار په څنډو او مرکز کې ځای پر ځای سوی دی.