CFE6B189-771F-4053-86FE-AAAFC2C02614

هرات کې سوداګر او صنعت کاران د ګمرکي او ترانسپورتي ستونزو د هوارولو غوښتونکي شول

هرات والي، د سوداګرو او خصوصي سکتور ستونزې له نژدې واورېدې او له ټليفون لارې يې د ماليې وزارت د ګمرکونو د عوایدو معینیت سرپرست سره شریکي شوي
د فرحت خبري آژآنس د راپور له مخې نن سه شنبې د (لړم ۲۱مه)، د هرات ولایت یوشمیر سوداګرو، د سوداګرۍ او پانګونې او د ښځو د سوداګرۍ اوصنعت خونې رئیسانو هرات والي سره په لیدنه کې د ترانسپورټ او ګمرک په برخه کې خپلي ستونزې هرات والي عبدالقیوم رحیمي سره شریکي کړي.
د ګمرک کارکوونکوورځني کارونو ځنډ، د ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کیده، د صنعتي پارک کارخونو د اړتیا وړ اومو موادو باندې د مناسبو تعرفو وضعه کول هغه ننګونې موضوعات وه، چې د یادو شوو مسؤولینو له لوري د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سره شریک شول.
هرات والي یادي ستونزې د ماليې وزارت د ګمرکونو د عوایدو سرپرست سره د تلیفون له لارې شریکي کړي چې د حل په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شوه.
د دي غونډې په پای کې هرات والي صنعتي پارک کې د یوشمیر ځمکو قبالې د درو واړو اتاقونو د مسؤولینو په حضورکې لاس لیک کړي.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات