3EB1357F-A6F0-4B92-85A0-1C99C00F48DB

مدني فعالان: د خلکو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه مه اخلئ

په هرات ولایت کې یوشمیر ځوانانو د یو اعتراضی غونډي په ترڅ کې د کورنې الوتنو د ټکیټونو د بیې لوړوالې څخه شکایت وکړ.
دا ځوانان چې ډیری یې مدنې فعالان دی وایې: کورنې الوتنې په ډیر ټیټ کیفیت او د نړي په کچه په لوړه بیه ترسره کیږي چې دوی ته دمنلو نه دي او باید حکومت یې د ټیکټونو بیه راکمه کړي.
مدنې فعالان وایې:” نور نو باید د هوایې شرکتونو د داسې کړنو څخه د دولت له لوري مخنیوی وشي او باید هوایې شرکتونه د خلکو برحقو غوښتونو ته غاړه کښیږدی او د داخلې الوتنو د ټیکټونو بیه کمه کړي.”
په همدی حال کې د هرات والي عبدالقیوم رحيمي هم ستونزه مني او وایې: په دې پرخه کې به د اړونده ادارو په مرسته اقدام وکړي.
ښاغلي رحيمي وویل:” موږ د هرات ولس د دې غوښتنې او اعتراض سره مله يو، د دوی خبرې مو واورېدي او د اړونده ارګانونو په مرسته به په دې برخه کې اقدام وکړو.”
د هرات – کابل لاری خرابوالې د امنیت نشتون او د ترافیکې پیښود ډیروالې پر دی لوی لاری د دی لامل سوی چې ډیری شمیر کسان په ځانګړي ډول په حکومت کې ملکې او نظامي کارکونکې د هوایې لاری سفر وکړي چې دا کار د هوایې شرکتونو لپاره د ټکیټونو د بیې لوړوالې زمینه برابره کړي ده.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات