3F6F4D5A-1E4D-499B-BC4A-B95E2FACA253

ملي امنیت سلاکار د سولې په اړه طرح معرفي کړه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په یوه خبري ناسته کې د سولې په اړه د افغان دولت د طرحې لومړنۍ بڼه معرفي کړه. په دې طرحه کې، چې درې برخې لري، سولې ته د رسېدو لپاره لارې چارې په نښه شوي، چې له امریکا او ناټو سره له خبرو اترو نیولې، سیمه ییزه اجماع، بیا په ملي او د همکارانو په کچه د همغږۍ او له پاکستان سره د طالبانو د تړاو موضوعات بیان شوي دي.
ملي امنیت سلاکار وايي، چې افغان دولت په جدي ډول هڅه کوي په هیواد کې د وینې توئېدنې مخه ونیسي او امنیت رامنځته ټينګ کړي. ده وویل، چې د سولې د مذاکراتو او خبرو اترو تر ټولو ستر هدف دادی، چې طالبان جګړه بنده کړي او تر هرڅه مخکې یو میاشتنۍ اوربند ومني.
ډاکټر محب وايي، چې د سولې لپاره جوړ شوی ۷ ماده ییز پلان پر دې ټینګار کوي، چې په راتلونکي کې به د افغانستان رابطه له امریکا او نړیوالو همکارانو سره څه ډول وي او همدارنګه پاکستان له طالبانو سره خپل حمایت څومره غځوي. هغه زیاته کړه، چې لاهم طالبان یوه خوله نه دي، واک یې له بل چا سره دی او که سوله کوي باید ثابته کړي چې خپله اراده کارولی شي .
د هیواد د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل، په پام کې ده د سولې په اړه د هیواد په کچه یوه کوچنۍ جرګه راوبلل شي او ترڅنګ یې د سیمې او نړۍ په کچه اجماع رامنځته شي، چې که خبرې اترې کېږي، همغږې وي او په پایله کې نیول کېدونکي تصمیمونه یې د عملي کېدو ضمانت ولري. ده وویل، چې ددې ترڅنګ د سیمه ییزې حکومتولۍ د ښه والي په اړه هم کار روان دی او داسې میکانیزمونه به عملي شي، چې خدمات پراخ او د جنګ ددوام نور عوامل هم له مینځه یوړل شي.
کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په تړاو ملي امنیت سلاکار وویل، چې هغه له حکومته د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې په ماموریت بوخت دی. ده وویل، چې د یادو استادانو باید ستاینه وشي، چې دلته یې زموږ ځوان نسل روزه او د خوشې کولو لپاره یې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي.