71E83DFB-DF3C-4C76-89FB-17B73140E054

هرات پولیس: په تېرو ۷ میاشتو کې نژدې ۹۰۰ طالبانو ته مرګژوبله اړولې

د هرات امنیتي چارواکي وايې: په تیرو ۷ میاشتو کې تر ۶۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸۳ نور یې ژوبل کړي.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده نن شنبې ( د لړم ۴مه) د يوې رسنېزې ناستې پرمهال فرحت نیوز ته وویل: په دې موده کې یې د ۲ زره په شاوخوا کې تورن کسان هم د بیلابیلو جرمونو په تور نیولي، چې ۶۰۰ کسان یې وسله وال غله دي.
ولي زاده زیاته کړه، د هرات پولیسو د تېرو ۷ میاشتو په لړ کې ۳۰ مستقل او ګډ عملیات د هرات په چشت شریف، اوبه، پښتون زرغون، کشک رباط سنګي، کشک کهنه، فرسي او کهسان ولسواليو کې په لار اچولې وه، چې په لړ کې يې ۶۰۴ وسله وال طالبان ووژل شوه.
ښاغلي ولي زاده همداراز وویل؛ په یادو عملیاتو کې طالبانو ته خورا درنه مرګژوبله واړوله.
ولي زاده وویل”ددې عملیاتو په پایله کې د دولت د مخالفو وسله والو د پيژندل شويو قومندانانو په ګډون ۶۰۴ تنه يې وژل شوي ۲۸۳ تنه يې ژوبل شوي او ۲۷ تنه د امنیتي ځواکونو له لوري ژوندي نیول شوي.”
ښاغلي ولي زاده همداراز څرګنده کړه؛ د يادو عملیاتو پر مهال يې د وسله والو طالبانو ۳۰۰ کړۍ ماینونه کشف کړي هم دي، چې له امنیتي ځواکونو له خوا شنډ کړل شوه.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات