DB909D21-0038-44AD-BC56-13FBB0382534

د هرات صادرات ډیر شوي او اقتصادي وضعیت یې مخ پر ښه کېدو دی

د افغانستان یوشمیر ګاونډيو هیوادونو د تخريبي اقتصادي سیاست سره سره د سوداگرۍ خوني چارواکي وایي: د هرات صادرات ډیر شوي او اقتصادي وضعیت یې مخ پر ښه کېدو دی.
د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې د عوايدو رئیس وايي: د روان هجری لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 17849 ټنه بیلابیل توکي د هرات د سوداگریز دهلیز له لارې صادر شوي دي.
ده فرحت نیوز سره په خبرو کې وویل” د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې له لارې موږ د کال تر شپږو میاشتو پورې ۱۷۸۴۹ ټنه بیلابېل توکي د ۲۵ مليون ۲۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اسلام قلعې او تورغنډۍ له لارې نورو هيوادونو ته صادرات درلود”
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد فرحت په دې هکله نن پنج شنبې (د لړم ۲مه) فرحت نيوز ته وویل”د هرات ولایت د صنعتي توکو او محصولاتو د صادرولو په وړاندې يو لړ ستونزې ددې لامل شوي، چې موږ د اقتصادي ځان بساینې وموخې ته و نه رسېږو، خو سیمې اېزې ادارې خپل ژمنتیا تر يو بريده ترسره کړي”
په همدې حال کې اقتصادی شنونکې وایې لا تروسه د افغانستان صادرات د وارداتو په وړاندی هیڅ دی او باید هڅه وسې چې د دواړو په منځ کې ډیر ږر انډول رامنځته سې.
په هرات کې اقتصادی شنونکی جواد عميد فرحت ته وویل” چې تجارت او په ځانګړي ډول صادرات باید د افغانستان په اقتصاد کې ترټولو مهمه مسله وي او باید بهرنۍ سوداګرۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي. باید زموږ د وارداتو او صادراتو ترمنځ انډول راوستل شي او دا موضوع باید د حکومت د برنامو په سر کې ځای ولري”
په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي سیستم د څو لسیزو کورنیو جګړو له کبله ګډوډ شوی وو او په تیرو وختونو کې د نیمه دولتي اقتصادي سیستم څخه یې پیروي کوله، د ځایې چارواکو په خبره وس یو ځل بیا پر پښو دریدونکی دی. خو د دی نوی پاڅیدونکي اقتصادي ودې په وړاندې یو شمیر خنډونه لکه د ګانډيو هیوادونو تخریبي اقتصادي سیاست، و نړیوالو اوبو ته نه لاسرسی او د امنیت خرابوالی شتون لري.

عبداناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات