B24BDCBE-65D3-429E-A295-3F586B79C73F

هرات کې يو تن د خپل ميرمني د وژل کېدو په تور ونیول شو

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده نن شنبې ( ميزان ۲۷مه) فرحت نيوز ته ددغه مطلب په څرګندولو سره وویل: تورن کس د هرات ولایت ځايي اوسېدونکی دی، چې خپله ميرمن يې د تفنګچې وسلې د ډزو په ذریعه وژلي.
ولي زاده زیاته کړه، یاده پېښه د هرات د اتمې ناحيې په اړوندو سیمو کې رامنځته شوي.
ولي زاده همداراز وویل: تورن کس د پېښې د ځای څخه تښتېدلی ؤ، خو د اتمې ناحيې د پولیسو تر څارنې لاندې ؤ، چې په خبره يې یادې امنيتي حوزې د هڅو په پایله کې د هرات ښار د دوولسمې ناحيې په اړوندو سیمو کې ونیول شو.
د ولي زاده په خبره د تورن کس څخه يو ميل کمري تفنګچه د پولیسو لاس ته ورغلي او د لا نورو څېړنو لپاره د پولیسو څارنې لاندې دی.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات