21404070-BEDC-4E4F-B1FA-FF3831BF8E79

هرات کې پنځه ماهره قاچاق وړونکي نیول شوي

د فرحت خبري آژانس د راپور له مخې پرون سه شنبې د ( ميزان ۲۳مه) پولسیو په هرات ولایت کې، د يوې ښځې په ګډون د مخدره توکو پنځه تنه ماهره قاچاق وړونکي نیولي.

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ددغه مطلب په څرګندولو سره وویل: نيول شوي تورن کسان د هرات او فراه ځايي اوسېدونکي دي، چې يوه ميرمن هم پکې شامله ده.
ولي زاده زیاته کړه، تورنو کسانو هڅه کول، ترڅو يوه اندازه مخدره توکي ، چې په خپل ګېډه کې ځای کړي ؤ، هندوستان هيواد ته قاچاق کړي.
ولي زاده همدراز وویل: تورن کسان، د هرات امنیه قومندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې مديریت پولیسو له لوري ددې ولایت د نړيوال هوايي ډګر قومندانۍ پولیسو په همغږۍ ونیول شوه.
ولي زاده همداراز زیاته کړه، د تورنو کسانوڅخه ۳۱۰ کپسوول هيرويين ډوله مخدره توکي د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د ولي زاده په وینا تورن کسان، د لا نورو څېړنو لپاره د پولیسو تر څارنې لاندې دي.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات