F9D53162-8FFF-4B24-9056-C259D995FD55

د ولسي جرګې د غړو د کړنې په وړاندې د خلکو غبرګونونه

په هرات ولایت کي یوشمیر مدني فعالانو، ځوانانو او ځايي وګړو د ولسي جرګې د وروستۍ کړنې په غبرګون کې غونډه وکړه.
په هرات کې دا اعتراض کوونکو فرحت نيوز ته نن يک شنه(میزان ۲۱مه) وویل: اوس د زورواکۍ مهال تېرشوی او ټول کسان هغه که په هره کچه کې وي باید وقانون ته غاړه کښېږدي.
د بصیر احمد په نوم يو اعتراض کوونکی وايې”موږ نن د خپلو امنیتي ځواکونو په ملاتړ راوتلي يو، ترڅو د پارلمان يو شمېر زورواکو وکيلانو ته وښيو، چې له خپلې زورواکۍ او غير مسؤلانه کړنو څخه لاس په سر شئ او امنیتي ځواکونو په وړاندې بې ځايه حرکت مه کوئ”
دوی د امنیتي ځواکونو د سرښندونو او کړنو څخه ملاتړ د هر افغان دنده بولي او وايې په هر شرایط او حالاتو کې یې ملاتړ کوي.
د هرات دا اوسېدونکي زیاتوي د امنیتی ځواکونو څخه په هر حال کې ملاتړ کوي او هیڅ چا ته به اجازه ورنکړي، چې د هغوی کړنې تر پوښتنې لاندې راولي.
په دې کسانو کې چې ډیری یې مدني فعالان دي د ولسي جرګې د غړو وروستۍ عکس العمل، چې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ په غبرګون کې کړي وغندله او هغه یې یو قانون ماتونکی اقدام یاد کړ.
دا کسان چې د اعتراض په توګه سره ټول شوي وایې هیڅوک تر قانون لوړ نه دی.
دوی وایې نور د زور ویلو وخت تېر دی او باید قانون پر ټولو وګړو په یو شان پلی شي.
دوی د ټولو خلکو غواړي چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته را ودانګي او هغوی يوازې پرې نژدي.
دا کسان په داسې حال کې په هرات کې اعتراضي غونډه کوي چې یو شمیر وکیلانو دوې شپې وړاندې د یو وکیل د ساتونکي د بې وسلې کېدو او وخپل موقف ته د بې احترامۍ په غبرګون کې د شپې پر ۱۱ نیم بجو بیړنۍ غونډه وکړه او د کورنیو چارو وزیر یې د سپیناوي لپاره وغوښت.
د یادولو وړه ده چې یوشمیر وکیلانو د کورنیو چارو وزارت د امنیتی معین خوشحال سعادت د ګوښه کېدو غوښتنه هم کړې وه، چې د یوشمیر خلکو غبرګون سره مخ شوه.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات