27FE9387-E12A-4AB4-A277-D7C4E2515847

هرات اوسېدونکي : د بې کیفیت تېلو د واردېدو مخنیوی باید وشي

هرات کې د بې کیفیته تيلو او نفتي توکو د واردېدو له کبله، هرات ښاریان اندېښمن کړي دي.
د هرات اوسېدونکي او یو شمېر موټر چلوونکي وايې: د بې کیفیت تېلو څخه د ګټې اخېستنې له امله يې، موټرو ته ګڼ تخنيکي عوارض او ستونزې پیدا شوي، دا اوسېدونکي د ګازو او نفتو د ریاست څخه غوښتنه کوي، چې هیواد ته د بې کیفیت تيلو د قاچاق او واردېدو په برخه کوټلي ګامونه پورته کړي.
هرات ولایت د هيواد په لوېديځ کې د خپل موقعیت له مخې د ترکمنستان او ایران هيوادونو سره ګډه پوله لري او له دې دوو هيوادونو سره د پراخې غځېدلې پولې له کبله، د هيواد ګڼ شمېر د اړتیا وړ توکي د نفتي موادو په ګډون له دې دوو ګاونډيو نفت لرونکو هيوادنو څخه وارديږي.
د هرات ولایت اوسېدونکي او په دې ولایت کې ګڼ موټر چلوونکي شکایت کوي، چې دلته بې کیفیته او غير معیاري تېلو واردات او پلور زیات شوي او وايې: په موټرو کې د بې کیفیته تيلو د ګټې اخېستنې له کبله ګڼې تخنيکي ستونزې رامنځته شوي او غوښتنه کوي، چې حکومتي چارواکي دې د یادې ستونزې د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا غړی اثار کبیر هم ورته اندېښنه لري او وايې: حکومت د نورم او استنډرډ ادارې په شتون کې، چې د لابراتوارو مجهز سیستم باندې سمبال دی، نه دی توانديدلی د ګانوډيو هيوادونو څخه د بې کیفیته تيلو د واردېدو مخنیوی وکړي، او زیاتوي حکومت باید د بې کیفیت تېلو د مخنيوي لپاره، نوي او جدي پلانونه په لاس کې ونیسې.
په همدې حال کې د هرات د ګازو او اوبلنو نفتي توکو رئيس انجينر زمان فرحت ته نن ( میزان ۱۵مه) وویل:: دوی هيواد ته د بې کیفیته تيلو د واردېدو د مخنيوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي او هر څوک چې د اصولو خلاف کړنه ترسره کړي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
نوموړی وايې: موږ د بې کیفیته او قاچاقي نفتي توکو واردولو په وړاندې جدي یو او د بهرنيو ګانډو هيوادونو څخه که هر څومره د ټانکرو ډک نفتي توکي، چې زموږ د اصولو مطابق نه وي مسترد کوو د بې کیفیته لرونکو نفتي موادو د واردېدو او مخنيوي کې هم لازم پلانونه په لاس کې لرو.
افغانستان د داسې هېوادونو په ډله کې شمار هېواد دی چې د اړتیا وړ تیل له بهرنيو هيوادونو څخه را وارده وي او احتمال لري چې افغانستان ته دبې کیفیته تیلو واردول دتیلو له لوړ قیمت سره تړاو ولري.

عبدالناصر ارمل
آژانس خبري فرحت/ هرات