0843AA74-03AB-47B8-BE0A-C47BEDBCED82

په هرات ولایت کې ولسمشرېزې ټاکنې پرته له کومې ځانګړي امنیتی پیښې تر سره شو

په هرات ولایت کې ولسمشرېزې ټاکنې پرته له کومې ځانګړي امنیتی پیښې تر سره شوې او ډیری شمیر کسانو خپله رایه د ولسمشر ټاکلو لپاره وکاروله.
خو په همدې حال کی په ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون او د یو شمیر تخنیکي ستونزو او د رایې ورکونې مرکزونو ناوخته خلاصیدلو له کبله د رایې ورکونې څخه د یوشمیر کسانو محرومېدل د اندیښنې وړ خبرې بلل شوي دي.
هرات ولایت کې چې ۲۷۰ ټاکنیز مرکزونه د رایې ورکونې په موخه پکښې پرانیستې وه، ټاکنې پکښې ترسره شوې او خلکو خپله رایه پرته له کومې خاصي امنیتی پیښې وکاروله.
د نورو ولایتونو په څیر هرات ولایت کې هم د رای ورکونې بهیر په ۷ بجو پیل شو، خو په ځينو سیمو کې د ستونزو له کبله آن تر اتو بجو هم مرکزونه د خلګو پرمخ تړلي وه.
هرات مېشته اوسیدونکي چې د پخوا ټاکنو په پرتله یې شمیر او ګډون په ټاکنو کې کمرنګه بریښې یوشمیر هغه کسان یې چې رای ورکونې ته راغلې وایې: خپله رایه یې د وطن د راتلونکې برخلیک ټاکلو لپاره کارولې ده.
هرڅو چې د ولسمشرۍ ټاکنې په هرات کې د امنیتی پلوه ښې ترسره شوي، خو د تیرو ټاکنو په څیر یوشمیر تخنیکي ستونزو لکه د رای ورکونې په لیست کې د ډیری شمیر کسانو نومونو نه شتون او د بایومتریک دستګاوو او پرینترانو خرابوالی او د هغوی د کارولو سره د کارکونکو نه بلدتیا یوشمیر خلک د رای ورکونې له حق محرومه کړل.
یوشمیر هرات میشته اوسیدونکې د حکومته او ټاکنیزو کمیسونونو غواړي چې د دوی ستونزې وڅیړي.
د هرات ولایت په څلورمې ناحيې کې د ګوهرشاد بیګم لیسې په ټاکنېز مرکز کې يو شمېر رايې ورکوونکو فرحت ته وویل” موږ راغلي يو، ترڅو د خپل روښانه راتلونکي لپاره خپل زعيم وټاکو، خو له بده مرغه زموږ نومونه د رايې ورکونې په لېست کې شتون لري، موږ په تېرو ولسي جرګې په ټاکنو کې خپل رايه په همدې سایت کې وکاروله، خو اوس د سایټ مسؤلين وايې ستاسو نومونه شتون نلري”
د بلی خوا د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسون مسولین وایې: په یوشمیر سایټونو کې د تخنیکې ستونزو راپورونه ور رسیدلی وه او په خبره یې پر وقت یې د لمنځه وړلو لپاره اقدام کړ.
داوود صدیق زاد د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسون رییس فرحت ته وویل” یوشمیر د رایې ورکونې مرکزونه یې د امنیتی ګواښونو او مخابراتی ستونزو له کبله تړلی پاته شوِي ؤ، چې دا ستونزه نه يوازې په هرات بلکې په ټول هيواد کې شتون لري.
د بلی خوا د هرات ولایت ځایې چارواکې وایې: په ښه امنیتې تدابیرو او مدیریت سره بریالی سوي ترڅو خلکو ته د رایې ورکونې زمینه برابره کړي.
د هرات والي عبدالقیوم رحيمي د فرحت خبري آژانس سره په خبرو کې وویل” د ولسمشريزو لپاره موږ له وړاندې خپل پوره امنيتي چمتوال نیولی ؤ، تر څو هیوادوال وکولای شي په لوی زړه په پراخه کچه د رايې ورکونې په بهیر کې ګډون وکړي او ولسواکي لا پیاوړي کړي”
هرات کې د هيواد نورو ولایتونو په شان ټاکنې د دې له کبله چې خلګ پکښې ګډون وکړای شي د ورځې تر پنځو بجو پورې یې د رایې ورکونې مهال هم اوږد شو.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات