85D27824-B1A6-4DFA-ACB8-7B9FC68A5686

حکمتیار: که دانتخاباتو د شفافیت څخه ډاډمن نشو، د ټاکنو مخه به ونیسو

د حزب اسلامي مشر او ولسمشرېزو ټاکنو ته نوماند، ګلبدین حکمتیار وايې: که د ولسمرېزو ټاکنو د روڼتیا څخه مطمئن نه شو، د ټاکنو مخه به ونیسو.
ولسمشرېزو ټاکنو ته نوماند او د سولې او اسلامي عدالت ټاکنېز ټيم مشر ګلبدین حکمتیار د خپلو انتخاباتي سیالیو په لړ کې هرات ولایت کې خپلو پلويانو ته وویل: يو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې په راتلونکو ولسمشرېز ټاکنو کې د پراخې درغلۍ زمینه په خپل ګټه مساعده کړي، دی وايې د دوی داپلان هيواد د يو بل بحران په لوري خوځوي، نو په ټاکنو کې به هيچ چاته د تقلب او درغلي اجازه ورنکړي.
حکمتیار وويل” دولت دي په دې پوه شي که موږ د ټاکنو د روڼتیا او شفاقیت څخه ډاډمن نکړي او تصميم لري، چې په ټاکنو کې د حاکم نوماند په ګټه پراخو درغليو ته لاره هواره کړي، په داسې حالت کې بیا موږ د انتخاباتو د پروسې څخه مخنیوی کوو او هيچ چاته به د تقلب اجازه ورنکړو، هيواد د بحران لوري ته مه سوقوئ، درغلي مه کوئ او د درغلۍ اجازه تاسو ته نه درکوو”
حکمتیار راتلونکي ټاکنې د تقلب نه ډکې او شرم آوره یادې کړي او زیاته يې کړه، په هيواد کې دننه په ټولو ناامنو سیمو کې خلک او بهرنيو هيوادونو ته ۶ مليونه افغان ګډوال د ټاکنو د ګډون څخه محرومه دي او دولت د استيکر شرط يې له دې کبله وضع کړی، چې خلک د انتخاباتو له ګډون څخه پاته کړي.
حکمتيار همداراز د ملي يووالي حکومت تورن کړ، چې په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو او نوماندانو غوښتنې و نه منلي او د بایو متريک امکانات او پروسه يې هم غير معیاري یاده کړه، چې په خبره يې د بایومتریک اوسني دستګاوي د ډېرو مواردو د تشخيص څخه عاجزه ده.
حکمتیار وویل” د بایو متریک مسئله او د هغې استندرد ، چې د سیاسي احزابو بنسټېزه غوښتنه وه، حکومت و نه منله، له بده مرغه اوسني امکانات غير معیاري دي، د بایومتريک اوسني دستګاه د ګوتې او څېرې د تشخيص څخه عاجزه ده، چې دا کار نه يوازې دا چې د درغلۍ څخه مخنیوی نه شي کولای بلکې د تقلب لپاره زمينه پراخه کړي”
د حزب اسلامي مشر خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل، اوس د دیکتاتورۍ او مطلق العنانه حکومتونو مهال تېر شوی هيڅوک دي بیا داسې انګېرنه نه کوي.

عبدالناصر ارمل
فرحت‌خبری آژانس/هرات