7066BA00-92A5-4D25-9CDA-E797DB2685FA

هرات کې ۷ ټنه بې کیفیته او تر تاریخ تېر درمل وسوځول شوه

هرات کې ۷ ټنه بې کیفیته او تر تاریخ تېر درمل وسوځول شوه.
هرات ولایت کې د عامې روغتیا ریاست، ولایت مقام او د څار يو شمېر بنسټونو په شتون کې تر څارنې ۷ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل وسوځول شوه.
د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايې: اوه ټنه بې کیفیته او تر تاریخ تېر درمل یې، چې د ښار دننه د بيلابېلو ځایونو څخه راټول کړي وه، د يو ګډ پلاوي تر څارنې لاندې شنډ او حریق کړل.
د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالحکیم تمنا فرحت خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: دا درمل د هرات ښار دننه د درملتونونو، هټيو او د درملو د مارکيټونو څخه ددې ریاست د څېړنې او ارزونې ټيم له لوري راټول، او ددې لپاره، چې خلکو ته ستونزې پېښې نکړي، د يو ګډ پلاوي تر څارنې لاندې يې وسوځول.
په همدې حال کې د هرات ولایت اوسېدونکي وايې: حکومت او عامه روغتیا باید د بې ضرورته او تاريخ تېرو درملو د راټولو او مخنیوي په برخه کې خپل اقدامات لا ګړندي کړي
دا اوسېدونکي وايې: په هرات ښار کې د سړکونو پر سر په آزاده توګه بې کیفیته، تاريخ تېر او غیر معیاري درمل پلورل کېږي، چې په خبره يې دې کار سخت اندېښمن کړي.
د ذبیح الله او محمد شریف په نوم د هرات دوه تنو اوسېدونکو فرحت ته وویل” د هرات ښار په بيلابيلوځایونو بازارونو کې د سړک پر سر او همداراز درملتونونو کې نشه لرونکو او بې کیفیته درملو خلک سخت تاواني کړي، د روغتیا ریاست څخه غواړو، چې د داشان غیر معیاري درملو د خرڅلاو مخنیوی وکړی او پلرونکو ته يې سخت سزا ورکړي”
دوی وايي، که له هټيو او درملتونونو څخه په جدي ډول څارنه وشي او خرڅوونکي مجازات شي نو د درملو اغېز به زیات او د ګڼو ناروغیو مخنیوی به ورسره شوی وي.
په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست د درملو د څېړنې او ارزونې اداره مني ، چې په هرات ښار کې بې کیفیت او تاریخ تېر درمل خرڅيږي خو وايې: هغه بې کیفیت درمل، چې په بازار کې د درملو په مارکيټونو، درملتونونو او د سړک پر سر د يو شمېر کسانو له لوري په لاسي او غیري معیاري ډول پلورل کېږي، د راټولولو لپاره يې جدي اقدامات کوي او ددې موخې لپاره هم پوره چمتوالی لري.
که څه هم په هرات ولایت کې د درملو د توليدولو لپاره يو شمېر شرکتونه فعاله دي، خو د ناروغانو اړتیاوي نه شي پوره کولای، له همدې امله د بهرنيو په ځانکړي توګه د ګاونډيو هيوادنو څخه درمل واردېږي.

عبدالناصر ارمل
فرحت خبري آژانس