C5F91288-CA22-40D6-83C0-81BE77E9BFE2

ګل اغا شیرزی: له خلکو غواړوم تر څو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي

د سرحداتو او قبایلو وزیر، ګل آغا شیرزی چې هرات ولایت ته راغلی ؤ، نن ددې ولایت د يو شمېر مشرانو په جرګه کې له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
ښاغلي شیرزی وویل ” که نوماند ولرو، حکومت او ولسمشر ولرو بریالي يو، چې د سولې د پروسې څخه ملاتړ وکړو او زه له تاسو ټولو نه غواړم تر څو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړئ او خپل د خوښي وړ نوماند ته رایه ورکړئ”
ښاغلي شیرزي څرګنده وکړه، چې يو شمېر سیستوال د خپلو شخصی ګټو لپاره د لنډ مهاله حکومت غوښتونکي دي او زه دوی ته وایم، چې راځئ د سولې او ټاکنو په اړه يو ګډ دريځ غوره کړو تر څو د سولې او ټاکنو دواړې پروسې په بريالیتوب سره ترسره شي.
ښاغلي شیرزي زیاته کړه، چې د سولې د پروسې پيلول د ولسمشر اشرف غني نوښت دی او ولسمشر ددې پروسې پرمخ بيول ماته وسپارل، چې په خبره يې تر ۶ میاشتو پورې يې دوام درلود او ښې لاسته راوړنې يې هم درلودي د ښاغلي شیرزي په خبره د حنیف اتمر د استعفا نه وروسته یاده پروسه ودرېدل.
ښاغلي شیرزي ټېنګار وکړ، چې د ۲۰ کلنې لاسته رواړنې د ساتنې او ملي ګټو په نظر کولو سره باید د ټاکنو د پروسې څخه ملاتړ وکړو او دا لړۍ پرمخ یوسو تر څو وکولای شو، يو مشروع حکومت ولرو، چې په راتلونکي کې د ټولو اقشارو څخه استازیتوب وکړي، او پکې زموږ د ملي ګټو تضمين خوندي وي.
په همدې حال کې د هرات والي عبدالقیوم رحيمي د سولې د خبرو د لغوه کېدو په اړه وويل، چې ده وړاندې هم ویلي ؤ، چې مذاکرات مطلوبه پایله نلري ځکه چې په خبره يې هر هغه سوله چې د هيواد نه بهر ترسره شي د افغانانو د درد لپاره دوا نه ده او او مطلوبه پایله به هم ونلري.
ښاغلي رحيمي زیاته کړه، چې د سولې خبرې باید په افغانستان کې مخ ته يوړل شي او کله چې د سولې اړخونه د افغانستان حکومت او طالبان وي په دې صورت کې مطلوبه پایله ورکوي.
په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا غړي سکینه یعقوبي د سولې خبرو او د ټاکنو پروسې په هکله فرحت خبري آژانس ته وویل” دواړې پروسې خپل اندېښنې لري که د ټاکنو روڼتیا تضمين شي خلکو ته لومړيتوب لري او د افغانستان د دموکراسۍ ساتنه کوي او د سولې مسئله چې د افغانستان د خلکو د شتون او د ملي يووالي حکومت پرته وي له شک پرته د ننګونو سره مخ کېږي”
ميرمن حسیني زیاته کړه، چې دواړې پروسې باید د اعتدال او اوسط حد انتخاب کړي که هغه د سولې خبرې وي او که د ټاکنو مسئله، باید د احتیاط څخه کار واحېستل شي او خلک د یادو پروسې څخه باید لېرې و نه ساتې تر څو بدې پايلې ونلري”
د هرات ولایت د قومونو او قبایلو رئیس انورالحق ژمن ددې ناستې د موخې په اړه فرحت ته وویل” موږ دلته د سولې پروسې لپاره چې يو ملي پروسه ده راټول شوې یو، چې خبرې وکړو او د سولې پروسې د په لار اچولو جرګې او مرکې وکړو تر څو پایلې يې خلکو ته د منلو وړ وي.
ښاغلي ژمن زیاته کړه، چې په دې غونډه کې د ټاپي پروژې د پايپ لاین په هکله هم خبرې کېږي ځکه چې دا نلکۍ ددې خلکو له سیمو نه تېريږي او باید وړاندې يې په هکله خبرې او همغږي وشي.

عبدالناصر ارمل
فرحت خبري آژانس/هرات