E27C95C1-BFAA-4F96-A67A-E35319A18BBE

د هرات اوسېدونکي په دې ولایت کې د برېښنا د پرېکېدو څخه سرټکوي

دا اوسېدونکي چې د ایران هیواد څخه هرات ولایت ته د راغلي بریښنا د ستنو د نسکورېدو څخه هم شکایت کوي د حکومته او بریښنا ریاست مسؤلینو غواړي، چې د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره اساسې اقدام وکړي.
دا خبری په داسې حال کې دی چې په دا ورستیو ورځو کې د ایران هیواد څخه هرات ولایت ته د راتلونکې بریښنا یوشمیر ستنې د وسله والو مخالفینو لخوا نړول سوي او د بریښنا جریان یې پر هرات ښار قطع کړي دي.
په ورته وخت کې دهرات ښار یوشمېر اوسیدونکي فرحت نیوز ته وایې چې چارواکې دبریښنا دستونزې دهوارولو په برخه کې ناغیړې کوي، محمد هاشم دهرات ښار یواوسیدونکی فرحت نیوزته وویل: هغه مزی چې له ترکمنستان اوایران هیوادونو نه هرات ته غځیدلی دامنیت نشتوالی له کبله کله ناکله پرې شي چې هرات میشتو ته ګڼې ستونزې زیږوي اوخلک خورا په ستونزو کې وي.
نصیر احمد دهرات یو بل اوسیدونکی هم له ورته ستونزې نه سرټکوي اوله دولته غواړي چې دبرخې ته پام ورواړوي دده په وینا خلک بې وزله دي دجنراتور اونورو اسانتیاوو برابرولو توان نلري اودبریښنا نشتون په صورت کې یې ماشومان دګرمۍ له امله په ناروغۍ اخته کیږي.
خو په ورته وخت کې د هرات ولایت د برېښنا رئيس محمد عارف طاهر بیا ددې ستونزو لامل د مخالفو وسله والو باج اخېستنه په ګوته کوي او وايي: د دولت يو شمېر مخالفې ډلې، چې د لارې په اږدو کې تحرکات لري، په داشان کړنو لاس پورې کوي او په دې پلمه د خلکو او بریښنا شرکت څخه باج اخېستنه کوي.
هرات ولایت ته د سلما بند ترڅنګ د ایران او ترکمنستان هيوادونو څخه برېښنا د دوو مزو له لاری را واردیږی خو د یادو هیوادونو څخه د را واریدیدونکې بريښنا مزي د لارو په اوږدو کې کله ناکله د وسله والو له خوا پرېکېږي چې له امله يې د لارې په اوږدو کې پرتو ولسواليو اوسېدونکو، هرات ښار او صنعتي ښارګوټي چارې په ټپه درېږي.
په همدې حال کې د هرات دوالي ویاند جیلاني فرهاد فرحت نیوز ته پدې اړه وویل: مونږ د همدې ستونزې د هوارېدو په تکل کې یو، او د برېښنا د امنیت د ټینګښت او چارو د لاښه پرمختګ لپاره يو لړ برنامې په لاس کې لرو چې ژر به پلې شي.
هرات کې د جوړ سوې سلما بند توليدي برېښنا چې ۴۴ میګاواټه ده تر ډیره بریده د هرات په صنعتي ښارګوټې کې لګېږي، خو د هرات ښار او ګڼو ولسواليو اوسېدونکو لپاره د ترکمنستان او ايران هيوادونو څخه ۱۲۰ میګاواټه بریښنا واردیږی، چې کله نا کله د پریکیدو له امله یې خلګو ته تاوانونه اوړي.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز هرات