49308597_531714687330454_3279979142845562880_n

په خوست کې ۲۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی، د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري دشپږنيم ميلونه افغانيو په لګښت ۲۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې چې له يادې جملې يې ۱۰۰ تنه ښځينه دي . د کار او ټولنیزوچارو ریاست مسؤلین دغه پروګرام ګټور بولي او په خبره یي چې هڅه به وکړي چې په خوست کې د بې کارۍ کچه راکمه کړي د حرفوي زده کړو فارغ شوي زده کوونکي که څه هم خوښ دي خو ډاډه نه دي چې کار روزګار دې پيدا کړي ددغه شپږ میاشتیني پروګرام ښځينه زده کوونکې بیا د خپلو توکو لپاره بازارموندنه اړینه بولي او له مسؤلو چارواکو غوښتنه کوي ترڅو د توکو لپاره ورته بازارموندنه وکړي د حرفوي زده کړو له دا ډول پروګرامونو د ګوتو په شمېر کسان ټولنې ته وړاندې کیږي ولې په هیواد کې د بې کارۍ لمنځه وړلو او پر خپل ځان د بسیا کېدلو لپاره بنسټيزو کارونو ته اړتیا لیدل کیږي څو خلک په هره برخه کې په کار وګمارل شي.

اکبریاسنی فرحت نیوز خوست