rfef

پکتیکاوالو د زړو چرګانو د واریدلو له بندیز څخه ملاتړ وکړل

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په ښار کې د کرهڼي ریاست لوري د زوړو چرګانو او هغه غوښې چې په کارتونونو کې راځي له قصاب خونو څخه راټولي شوې؛ پکتیکاوال هم د دولت ددې اقدام هرکلی کوي.
دا اقدام په داسي حال کې کیږي چې څو ورځي مخکي د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خلکو د ښې روغیتا د ساتلو په موخه د زړو چرګانو پر وارداتو بندیز ولګاوه.
د پکتیکا ولایت د کرهڼي ریاست د مالدارۍ د برخي مدیر اتحاد زمان د یادو غوښو د ټولو پرمهال فرحت ته وویل: چې تر دې مخکې يي د وزرارت د امر مطابق ټولو د چرګانو د غوښو پلورونکو ته خبر ورکړی وو، چې نور دي د زړو چرګانو د غوښو له وارېدلو او پلورلو ډډه وکړي.
اتحاد زمان وویل، چې د ښرنې له ښار يې په بشپړ ډول هغه چرګان ټول کړل چې عمرونه يي له دوو او تر دوه نېمو کلونو پوري وو چې شاوخوا ۱۵ ګیلو ګرامه کیږي.
د نوموړي په خبره چې د زړو او کارتني چرګانو د غوښي د کنترول په هدف به وخت پر وخت نظارت کوي.
د ښرنې ښار د چرګانو د غوښې پلورونکي هم د دولت ددې څخه خوشحاله دي او وايي، چې دوی به زاړه چرګان راوړل کله چې به يې حلال کړل یو به يي تر څلور پنځو کیلو ګرامه پوري کېدل؛ چې یو کیلو غوښه به يې خرابه مکروبي وه او دوی به په دې سره د ګټي پرځای تاوان کول.
دا پلورونکي زیاتوي، چې د کوچینیو چرګانو د غوښې په پلورولو سره به يي اوس په ګته کې هم زیاتوالی راشي.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، چې اوس به د خلکو په روغتیا ښه والي راشي.
دوی زیاته کړه چې د پاکستان هېواد څخه به زاړه چرګان تجارانو راوړل چې بېلابېلي ناروغي به لرلې چې د خلکو روغتیا ته يي تاوان رسول.
پکتیکا وال د دولت ددې اقدام هرکلی کوي او تر څنګ يې زیاتوي چې په دې سره به د کورنیو چرګانو تولید هم زیات شي، چې د ډیری خلکو په اقتصاد کې به ښه والی راشي.
د یادولو وړ ده شاوخوا پنځلس ورځي کېږي چې د زړو چرګانو په واردولو بندیز لګېدلی ده، چې د ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران څخه به زیات واوردیدل.
د راپورونو په اساس په دې د وطني چرګانو په تولید کې هم زیات والی راغلی ده، چې خلک يې په نېک فال نیسي او دا په ځان بساینه بولي.
خبریال: سلطان ځلاند فرحت نیوز پکتیکا