16F5E28B-2BC6-4EA1-A095-90C98F54DDFF

په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځي وسوځول شو

دفرحت خبری آژانس‌ دخبرله مخی،دپکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په یوه کلیواله سیمه کې د نجونو او هلکانو د نسوان زرابي په نوم یو ښوونځي چې اسنادونه، قرانکریم، او نور کتابونه په کې شامل وو تېره شپه د نامعلومو کسانو لخوا سوځېدلی ده.
د یاد ښوونځي یو تن ساتونکي د نوم نه ښودلو په شرط فرحت ته وویل(( چې دشپې دری بجي بهر ووتم ګورم، چې د تعمير په منځ، سر او پای کې اورلګيدلی د، دی زیاتوي ته څو تنه په موټرسیکل سپاره کسان راغللی وو چې وسلې هم ورسره وې، د نوموړي په خبره چي دی تش لاس وو او دغه کسان ښوونځي ته له اور اچولو وروسته دستي وتښتېدل)).
دنسواني زرابی متوسطه ښوونځي مدير شفيع الله فرحت سره په خبرو کې وويل(( چې په دغه ښوونځی کې د نجونو او هلکانو په ګډه زده کړې کولې، او په یاد ښوونځي کې تعمير، المارۍ، کتابونه، قرانکريمونه، څوکې او ټول اسناد په بشپړ ډول سوزيدلی دې)).
دپکتيکا ولايت دپوهني تدريسي مرستيال محمد نسيم واجد هم دياد ښوونځي دسوزيدو خبره تاییدوي او زیاتوي(( چې په دغه ښوونځي کې ۹۰۰ زده کونکو زده کړې کوي، چې له جملې يې ۴۰۰ نجوني دي، چې د نسوان زرابي ښوونځي په بښپړ ډول سوځېدلی ده)).
واجد دا ونه ویل چې دغه ښوونځي د چا لخوا سوځېدلی ده.
د یادولو وړ ده تر دې مخکي هم په مرکز ښرنه کې په ښوونځیو کې چاودنې وشوې، چې کومي ډلې مسولیت په غاړه نه وو اخیستی.
خبریال: سلطان محمد ځلاند
فرحت نیوز‌پکتیکا