83982848-C0AC-482C-B388-FFE225C9CA89

په خوست کی لاریون کوونکي وایي ولايت مقام د دوو قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،نن چهار شنبه (دمرغومی۵)د موسې خېلو ولسوالۍ اوسيدونکو د يوه سولايېز لاريون په ترڅ کې د ولسې جرګې پر وکیل کمال ناصر اصولي او ولايت مقام تور پورې کړ ، چې د موسې خيلو ولسوالۍ د قومونو تر منځ نفاق او ويشولو ته لمن وهي
دوي وايي هغه روغتيايي کلنيک چې د زوړ کوټ په سيمه کې منظور شوی دی اوس یې ولايت مقام او کمال ناصر اصولي څندي کلي ته چې ویل کیږي د نفوس له پلوه د زاړه کوټ په پرتله څو چنده لږ اوسیدونکي لري د انتقال هڅه کوي چې دوی ته د منلو نه ده
د خوست ولايت مقام بيا پړه د عامې روغتيا پر وزارت اچوي چې ګني دغې ستونزې ته يې تر اوسه د حل لاره نده پيدا کړي
ددغه کلنیک په تړاو ویل کیږي چې شاوخوا کال وړاندې منظور شوی خو د ځایي خلکو د اختلاف له امله ولایتي اداره په دې نه ده توانېدلې چې عملي چارې یې پيل کړي.
ددغه دېرش بستریز روغتون د جوړیدو په هکله جنجال هغه وخت ډېر شو چې د ټاکنیزو منډو پر مهال یو شمېر نوماندانو د نوموړي منظور شوي کلینیک د څندي په نوم کلي ته د انتقال ژمنه له خلکو سره وکړه.
اکبر یاسیني خوست