EA6F744D-ACB7-4BED-80FB-AC3938B09DCA

خوست کې د بشرحقونو ۵۲ قضايې ثبت شوي دي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،نن دوشنبه په خوست کې د ښځو چارو رياست په تالار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په نمانځغونډه کې د ښځو چارو ريئسې وويل ، سږ کال په خوست دښځو پر وړاندې د توتريخوالي او نه سم چلند ۵۲ پېښې ثبت شوي دي .
چې ډېری يې په بدو کې د ښځو ورکړه ، د کم عمره انجونو واده کول دي
د انساني حقونو نړيواله ورځ د نورو ولايتونو په څېر دوشنبه په خوست کې هم ونمانځل شوه.
د ښځو چارو ريئسه ملالۍ ولي فرحت خبرې اژانس ته وویل ، سږ کال د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ۵۲ قضايې پیښي ثبت کړي دي ډېری يې د ښځو پر وړاندې زور او زياتی دی
دوي زياتوي چې له دغه قضايو څخه يې پنځه قضايې مرکزکابل ته راجع کړي دي
د ښځو چارو ريئسه بل خوا خوستۍ نجونې وايي ، په خوست کې د انساني توتريخوالي قضايې د پخوا په پرتله سږکال کمې شوي ، چې لامل يې په لرو پراتو سميو کې عامه پوهاوي زياتولی ښايي .
تېر کال په خوست ولايت کې د ښځو پر وړاندې د نه سم چلند له مله ۷۵رپېښې ثبت شوي چې سږ کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د توتريخو په پیښو کې کمښت راغلې
د خلکو په اند که چېرې په لرو پراتو سيمو کې عامه پوهای او د ښوونيز بهير ته تواجو زياته شي نو په دغه ولايت کې به د ښځو د توتريخوالي پېښې تر ډېره کمې شوي وي
اکبریاسینی فرحت نیوز‌خوست