E50A5106-051D-46C3-B91B-6B4FFEBA528B

ملا لنډی څوک دی؟ څنګه افشا شو؟ او اوس چيرته دی!

د فاریاب ولایت مقامات وایي رسول لنډی ملا نه و بلکه د باج اخیستلو د یوې ډلې مشري یې کوله چې ښځې په ځانگړې توگه بې اولاده ښځې یې په نښه کولې. د فاریاب په ولایت کې څارنوال فرید غوري نیویارک ټایمز ته ویلي چې ملا لنډي د ښځو سره د خپل جنسي مقاربت ویدیوگانې په پټه ثبت کولې او بیا د دغو ویدیوگانو نه په استفادې یې له ښځو نه باج اخیسته او هر څومره پیسې او گاڼې یې چې لرلې هغه یې ترې اخیستلې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د فاریاب د ولایتي شورا د مرستیال صبغت الله سیلاب له خولې لیکلي دي ملا لنډی چې اوس شاوخوا ۴٠ کلن دی کله چې تنکی ځوان و یو محلي قوماندان ته چې په اصطلاح “بچه باز” و، نڅا کوله. وروسته ملا لنډي زیارت فال لیدل او تعویذ لیکل پيل کړل.

رسول لنډي د څو نورو ښځو په مرسته چې یوه یې په فاریاب کې پولیسه وه د ښځو په منځ کې تبلیغ کاوه چې هغه گواکې د بې اولادۍ درمانوونکی دی.

د فاریاب والي ښاغلي فایق د هغو کسانو د اعترافونو په بنسټ چې د ملا لنډي د قضیې په تړاو نیول شوي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې “هغه یوه ډله گمارلې وه چې ورته تبلیغ وکړي. لومړی یې تعویذ ورکاوه او له هغوی (ښځینه مشتریانو) نه یې غوښتل چې په بله کتنه کې له ځان سره یو چرگ راوړي او په وروستۍ کتنه کې پسه. کله چې د ښځو ستونزه نه حل کیده ویل به یې چې یوه بله لاره شته، او بیا به هغه کار کاوه”.

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال نیویارک ټایمز ته ویلي چې ملا لندی هغه وخت رسوا شو چې یو ځواکمن محلي سړي د هغه د کارونو نه خبر شو او د دوو وسله والو ساتونکو سره د هغه کور ته ولاړ او د هغه تیلیفون او ویدیوگانې یې ضبط کړې.

ښاغلي سیلاب ویلي “هغوی له هغه (ملا لندي) نه وغوښتل چې هره میاشت ورته ۲۵۰۰ ډالر ورکړي. رسول لنډي لومړی ۷۰۰ ډالر ورکړل او بیا یې ونشو کړای چې پیسې ورکړي. بیا نو هغوی د ویدیوگانو په خپرولو پیل وکړ.

ددغو ویدیوگانو له خپریدو وروسته په وروستیو میاشتو کې ملا لنډی د څه وخت لپاره ترکیې ته وتښتید. څو میاشتې وروسته بیرته افغانستان راغی او د دولت د یو پلوي محلي قوماندان عبدالعظیم جمشیدي سره یې وسله واخیستله.

د فاریاب د والي په وینا ملا لنډي اوس گیره ښریلې او تیره اونۍ د مزارشریف په ښار کې په بدله څیره لیدل شوی دی او ښایي کابل ته تللی وي.