62328275-D9F1-427C-93C2-A4BBB7088397

د ځآنمرګو بریدګرو ۴ کسیزه شبکه ونیول

شوه،خو ځآنمرګي بریدګر په ځآن پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ووژل شو.

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د ننګرهار ملي امنیت منسوبینو د اطلاعاتو له مخې د ځانمرګو بریدګرو یوه شبکه تر تعقیب لاندې وه،چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې یې د نیولو په موخه عملیات ترسره کول،چې د عملیاتو د پیل وړاندې ځآنمرګي بریدګر په ځآن پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ووژل شو،خو څلور نور ملګري یې ژوندي ونیول شول .

د ځآنمرګو بریدګرو یاده شبکه د ملي امنیت د ځآنګړي تعقیب او عملیاتو د ترسره کېدو له امله په څلورمه ناحیه کې د عبدالله بن فتاده مدرسې ته د ننه شوي،چې په یاده سیمه کې یې ځانمرګی بریدګر ووژل شو او څلور نور د شبکې غړي ژوندي ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده،چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت مؤظفینو په جلال اباد ښار کې د ځآنمرګو بریدګرو یوه بله اووه کسیزه شبکه هم د پېښو د رامنځته کېدو وړاندې ونیوله .
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار