F5A17AAC-6709-4E57-AF64-FCC0BDE3D8C0

موټر بم چاودنې له امله قومي مشر حاجي حیات د خپلې کورنۍ له درې نورو غړو سره یو ځای په شهادت ورسید

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې نن ماښام نږدې شپږ نیمې بجې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې قومی مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان د خپلې کورنۍ له درې نورو غړو سره یو ځای په شهادت ورسید او یو زوی یې سطحي ټپي شوی دی .

د مالوماتو له مخې یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې حاجي حیات خان له کوټ ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته پر لاره وو،چې د روداتو کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې پرې ځآنمرګي برید ګر د ډینا موټر په وسیله موټر بم چاودنه وکړه .

په دې پېښه کې قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات،د هغه دوه خورینه چې د ساتوونکو دنده یې ورسره درلوده او د خوریه زوی یې چې موټر چلوونکی وو، ورسره په شهادت رسیدلي او د هغه یو زوی سطحي ټپي شوی دی .