1023B5AA-E1DF-4A39-9B4D-294BBB72B439

په بګرامي ولسوالۍ کې د رضاکاره ځوانانو ملي شبکه جوړه سوه

په همدي مناسبت د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوي وه، په یاده غونډه کې په ټولینزو چارو کې د کابل ولایت مرستیالې اغلې منیره یوسف زاده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات، د بګرامي ولسوالۍ ولسوال محمد ګل شرافت، د یادې ولسوالۍ نظامي مسوولینو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وه.
اغلې منیره یوسفزاده د ولسوالیو په کچه د ځوانانو رضاکارانه فعالیتونه مهم وبلل، زیاته یې کړه دا ډول کارونه د سیمه ییزي حکومتوالۍ په پیاوړتیا، د خلکو ستونزو د حل او د امنیت د ښه تامین په برخو کې رغنده رول لوبولی شي.
اغلې یوسفزاده د بګرامي ولسوالۍ د مسوولینو او دغه راز ځوانانو د یاد نوښت څخه مننه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د کابل ولایتې اداره په ټول توان سره کار کوي چې ځوانانو ته سالم کاري فرصتونه برابر کړي.
د بګرامي ولسوال محمد ګل شرافت په خپلو خبرو کې وویل د بګرامي ځوانانو تل د خپلي سیمه ییزي اداري سره په بیلابیلو برخو کې لازمي همکارۍ ترسره کړې دي، هیله لرو چې د یادې شبکي په جوړېدو سره به د ځوانانو او ولسوالۍ مسوولینو ترمنځ همغږي لا پیاوړي شي، تر څو وکولای شو په ګډه د عامي روغتیا، پوهنې، کرنې، مالدارۍ او دغه راز د امنیت د ښه تامین په برخو کې د پام وړ کارونه ترسره کړو.
ښاغلي شرافت وویل د بګرامي ولسوالۍ رهبرۍ، د یادې ولسوالۍ ځوانانو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت په ګډه سره وتوانیدولو چې د رضاکاره ځوانانو ملي شبکه جوړه کړو چې له دې ورسته به رسما خپل فعالیتونه ترسره کوي.
ځوانانو هم په خپلو خبرو کې د کابل ولایتي اداري او بګرامي ولسوالۍ له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې ځوانانو ته پاملرنه کوي او هغوی ته د سالم کاري فرصتونو د ایجادولو لپاره کار کوي، دوی ډاډ ورکړ چې په ټول توان سره به د پوهنې بهیر پیاوړتیا، د قومونو ترمنځ یووالي، د ولسوالۍ د رهبرۍ او خلکو ترمنځ د ښه همغږۍ رامنځته کولو او دغه راز نورو برخو ته به کار کوي او دغه راز خپل فعالیتونه به د کابل ولایت نورو ولسوالیو ته هم غزوي.
همدارنګه نن د رضاکارانه فعالینونه په اړه په بګرامي ولسوالۍ کې یوه ورځنی سیمینار هم ترسره شو، چې ګڼو ځوانانو ګډون په کې کړی وه.