3B2CD1D5-29B3-41A9-8E31-9FFDD066970E

په لوګر ولایت کې د موټر بم چاودنې له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

فرحت،نن سهار شاوخوا پنځه بجې د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار کې د موټر بم چاودنې له امله درې پولیس ووژل شول، او د څلورو پولیسو په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي ټپیان دي.
د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی فرحت خبری آژانس ته وايي نن سهار شاوخوا پنځه بجې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې د ودانۍ شاته لومړی موټر بم چاودنه رامنځته شوه او وروسته درې تنه وسله وال بریدګر چې په ځانمرګو واسکټونو سمبال وو یادې حوزې ته دننه کیږي او له پولیسو سره په نښته لاس پورې کوي.
احمدزی وايي بریدګر درې تنه وو چې له پولیسو سره تر لنډې نښتې وروسته وژل شوي او د چاودنې له امله ملکي وګړو ته زیات مالي زیانونه اوښتي دي.
د نوموړي په وینا په دغه چاودنه او وسله واله نښته کې درې پولیس وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۸ ملکي وګړي هم ټپیان دي چې په وینا یې په ټپیانو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.
د یادې چاودنې د ځواکمنتیا له امله د ملکي وګړو کورنه هم زیانمن شوي دي.