6F9C5C2F-808C-4636-9CED-8DD9C89527E4

د کرکټ په لوبغالي کې چاودنو اته تنه شهیدان کړل

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند بهسودو پل څېرمه د کرکټ په لوبغالي کې تېره شپه ۱۱ بجې او شل دقیقې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د درې پرلپسې چاودنو په ترڅ کې ۸ تنه شهیدان شول او ۴۵ نور ټپیان شول،چې اته تنه ټپيان تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوي او پاتې ۳۷ یې اوس هم تر درملنې لاندي دي.
شهیدانو کې د دې سیاليو ترتیب کوونکی او د وطنپاله ځوانانو مشر هدایت الله زهیر، د لغمان ښاروالۍ مرستیال ډاکټر نیکمل،ربیع الله، خاطر ماشوم، سید محمد ، اجمل او قاري حميد شامل دي،خو د يو تن شهید هويت لا مالوم ندی .
یاده پېښه هغه مهال په لوبغالي کې رامنځته شوې،چې یو شمیر ځوانانو د امنیتي ارګانونو د همغږۍ پرته د رمضان په نوم د کرکټ شل اوریزو سیالیو پرانیسته کړې وه،چې له امله یې د تروریستانو د تخریبي کړنو په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه .