F6D464D1-69F2-4158-B4D7-C79FCC74BA73

نازیه اقبال:پرېکړه یې کړې چې د سندرو ویلو هنر د تل لپاره خدای پاماني وکړي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،نازیه اقبال د پښتو ژبې مشهوره سندر غاړې ده چې له ډېر وخت راهېسې یې د سندرو ویلو په ډګر کې تېر کړي.

نوموړې په خپل یو تازه ویډیويي پیغام کې ددې پر ماشومو لوڼو د جنسي تیري، او سندرو ویلو د هوډ په اړه څرګندونې کړي دي.

په وروستیو کې ددې سندرغاړې ویلي چې په دوو ماشومو لوڼو یې د خپل ماما(د نازیه اقبال د ورور) له لورې جنسې تیري شوی دی.

نازیه اقبال دغه ویډیو کې د دغه قضيې په تړاو هم غږېدلې او وایې چې د لورګانو طبي ازموینې یې مثبتي او اوس یې د ورور ټیستونه هم اخیستل شوي.

په یوه بل ويډیو کې یې ورور هم ښکاري چې د پولیسو په یوه ټاڼه کې په خپل جرم اعتراف کوي او خپله پښېمانې ښایې.

دا سندرغاړې په دې ویډیويي پیغام کې خلکو ته پیغام ورکوي چې پر هیچا دې باور نه کوي.

نازیه اقبال وایې چې له سندرو ویلو به لاس په سر شي خو تر هغې وروسته چې د خاوند پیل کړی کاروبار یې ښه ګټه وکړي .

دا په دې تړاوو هم وایې چې څو ځله یې خاوند مخکې هم کاروبار ته مخه کړې وه خو خپلو خپلوانو ورسره په کارو بار کې له چل ول څخه کار واخېسته او دوې ته یې په تجارت کې زیات تاوانونه واړول.

نوموړې وايي د خپلو ټولو هغو مینه والو مننه کوي چې په دې سخت وخت کې یې ددې ملاتړ ښودلی دی، خو د هغوي په وړاندې چې یې د دې په خبرو او پوسټونو بد رد ویلي او خرابې تبصرې یې پرې کړي هېڅ هم نه وایې ځکه غیبت سخته ګناه ده.

نازیه اقبال وایې ټاکل شوې خاوند یې له روژې وړاندې د خپل شریک سره د دې په نوم یو تجارت پیل کړي او که یې د خاوند تجارت پيل کړی تجارت کامیاب شو نو به د سندرو ویلو څخه لاس په سر کیږي.