89456EAF-17A4-48C1-8EA9-F86C9F262131

حزب الاحرار ترهګرې ډلې په پاکستاني ځواکونو خونړی برید تر سره کړی

ټرایبل نیوز د سرچینې د مالوماتو له مخې برید نن ورځ هغه مهال رامنځته شو چې کله د پاکستان امنیتي ځواکونه په باجوړ ایجنسئ کې د ډیورنډ په نا منلې کرښه د ازغن تار په لګولو بوخت وو، چې د وسلوالو طالبانو د ناڅاپي برید سره مخ شول د یاد برید په ترڅ کې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د یادونې وړ ده په یاده جګړه کې د پاکستاني عسکرو لخواه هم جوابي بریدونه تر سره شوي دي که څه هم وسلوالو طالبانو ته یې مرګ ژوبله نده اړولې.

دا په داسي حال کې ده چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ لخواه د ډیورنډ په لانجمنه کرښه د اغزن تار لګولو پروسه په چټکتیا سره روانه ده چې له امله یې وخت نا وخت د ترهګرو د درنو بریدونو سره مخ کېږي چې ګڼ شمېر مالي او ځاني تلفات ورکوي

هېره دې نه وې چې د یاد برید په ترڅ کې یو پاکستانی عسکر مړ او دوه نور مرګوني ټپیان شوي دي د برید پړه په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي ټرایبل نیوز ته په يو رالېږل شوي بریښنا لیک منلې او دعوه کوي چې د جګړې په مهال یي ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان وژل شوي دي او دروند مالي زیان یې ور اړولی دی