30715362_362221220944327_4937217039906728571_n

د خوست ولايتي شورا په داسې حال کې دا انديښنه لري، چې د نوم ليکنې بهير رسماً پيل شوى دى

خلک د انتخاباتو د شفافيت په پروسه بې باوري شوي خو ولايتي شورا يې په راتلوونکو ولسي جرګې او ولسوالېو شوراګانو د ګډون غوښتنه کوي. په خوست کې د انتخاباتو په مرکزونو کې خلک نوم ليکنې ته نه ځي، دوى وايي چې انتخاباتو په پروسه بې باوره شوي او انديښنه لري، چې دغه پروسه به د پخوا په څېر د فساده ډکه وي. د خوست ولايتي شورا غړي په خوست ميشتو غږ کوي، چې هتمي دي په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي، حال دا چې تراوسه د خوست نيمې برخې تذکرې هم نه دي اخيستي، چې زياته برخه يې ښځې تشکيلوي. هېره دې نه وي، چې سږ کال د افغانستان په ډيرى ولايتونو کې د انتخاباتو د ثبت نام پروسه د پخوا ډيره پيچلې شوې او همدغې پيچلتيا په ياد بهير کې د خلکو ګډون کمرنګه کړى دى.