30715362_362221220944327_4937217039906728571_n

پاکستانی لوری دې نور د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له سرغړونو ډډه وکړي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،خوست والي نن دیوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې پاکستاني لوري تېره ورځ د کرښې په اوږدو کې له هر ډول نړیوالو قوانیو خلاف مخکې وړاندې تګ کړی ؤ چې په پایله کې د افغان لوري د کلک غبرګون په ترڅ کې د مړو او ټپیانو په شمول له شاتګ سره مخ شول.
تېره ورځ د ځاځي میدان ولسوالۍ په اوږدو کې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښته وشوه چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته .
خوست والي چې یادې ولسوالۍ ته له افغان ځواکونو سره په ګډه تللی ؤ نن یې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې پاکستاني لوري د پولې په اوږدو کې سرغړونه کړې چې وروسته بیا دسیمې د خلکو او افغان ځواکونو له کلک ځواب سره مخ شول .
والي همداراز وویل چې په سیمه کې جګړه بنده شوې د سیمې کنټرول اوس مهال افغان ځواکونه په خپل لاس کې لري او د پاکستاني لوري وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی عسکر یې پاکستاني لوري ته سپارلي.
والي ټینګار وکړ چې د کرښې په اوږدو کې د هر ډول سرغړونو په مقابل کې د وزارت امر ته تیار دي او هیڅ ډول به پاکستاني لوري ته ددې اجازه ورنه کړي چې د کرښې په اوږدو کې خپل تآسیسات جوړ کړي او یا خپلې پوستې را وړاندې کړي .
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی لوری د ډیورنډ پولې په اړوند سیمو کې خپل سري حرکات ترسره کوي بلکې په ځلونو یې د ننګرهار ، کونړ ، پکتیا او تازه یې د خوست په ځاځي میدان کې د خپل سري وړاندې تګ تابیه کړې وه چې د ځایي خلکو او افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول.
خلک له دې امله ددفاع وزارت په دریځ نیوکې کوي چې پاکستان په ځلونو له صفري کرښې افغان غاړې ته را وړاندې شوی په افغان خاوره کې خپل سري تاسیسات جوړکړي چې پر افغان خاوره ښکاره تیری دی خو افغان لوری بیاچوپه خوله دی .
اکبریاسینی فرحت نیوزخوست