[oplkolll

په ننګرهار کی دداعشیانو دامر بلمعروف مسول ونیول شو

د ننګرهار د امنیه قومندانې د مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقي وال فرحت خبري اژانس ته وویل: دننګرهارامنیه قوماندانی اړوند پولیسوله لوری دهسکی مینی ولسوالی په مربوطاتو کی دداعش ډلی دامر بلمعروف مسول له ددوه تنو لیږدونکو سره یو ځای ونیول شول.
مشرقي وال زیاتوي دهسکی مینی ولسوالی بیداروپولیسو دوری په ۲۸مه دیاغی بند په ساحه کی دپلټنی پر مهال دمنور په نوم یو تن دلغمان ولایت دعلینګاراوسیدونکی په یاد محل کی دداعشیانودډلی دامربلمعروف مسول ، ددوه تنولیږدونکو هر یومحمد نبی او اول ګل سره یو ځای پداسی حال نیولی چی غوښتل یی دښځو په څادری کی یی په یوعراده الټو موټر کی دداعشیانو قرارګاه ته ولیږدوی .
د مشرقي وال په خبره نیول شوی داعش وسله وال اودوه تنه لیږدونکی اوس مهال دیاد محل په امنیه قوماندانی کی دپوښتونو لاندی دی .
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار