30705290_362957180870731_7176635868540024510_n

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د ښار ګوټي ستراتیژیک پلان منظور شو

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د ښارګوټي ستراتیژک پلان د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ښار او کور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د ارګون ښاروال له لوري منظور چې کارونه به یې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر پیل شي.
د ښار او کور جوړونې وزیر ښاغلي منصور نادري په خپلو خبرو کې وویل، د ارګون ښارګوټي د پلان تیارول اسانه کار نه و خو د زیاتو هڅو په پایله کې په دې بریالي شو چې نن ورځ یې کارونه په بریا سره پای ته ورسیدل.
نوموړي وویل د پکتیکا لپاره څو نور تفصیلي پلانونه هم تر کار لاندې دی چې د بشپړاوي په صورت کې به ډېر ژر منظور شي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د خوښۍ څرګندولو تر څنګ د ښار او کور جوړولو د وزیر له هڅو مننه وکړه او د پکتیکا ټولو ولسونو ته یې د دې لویې لاسته راوړنې مبارکي وویله.
ښاغلي وحدت زیاته کړه د ارګون ولسوالۍ ستراتیژیک پلان ته د دواد خان له مهاله لا جدي اړتیا وه، خو په تېرو کلونو کې هیڅوک د دغه پلان په جوړونه نه دي بریالي شوي، خو د ولایتي ادارې په بیا بیا غوښتنه او هڅو سره د ښار او کور جوړونې وزارت د پکتیکاوالو غوښتنه ومنله چې پدې برخه کې
له یاد وزارت څخه د ولسونو په استازیتوب مننه کوم.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوزخوست