3_57ac3f75c6854

د ننګرهار بهسودو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوې

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د ننګرهار امنیتي چارواکي وایې چې دغه پیښه د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچه علي خان په سیمه کې تیره شپه رامنځ ته شوې ده.
چارواکې زیاتوي څلورو ورونو د خپل تره سلام پر کور بريد کړی، چې له امله يې نوموړی، د هغه مېرمن او څلور زامن په شهادت رسولي.
د معلوماتو له مخې ياده پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې او قاتلين له سيمې تښتيدلي دي.
امنيتي مسئولينو د پېښې څېړلو او مجرمينو نيولو په موخه هڅې پيل کړي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار