30516579_1721523197909198_5312061842850316288_n

په لوګر ولایت کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګونې د څلورو شبکو د جوړیدو چارې پیل شو

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ ریاست لخوا په کرونده کې د اوبوتنظیم پروژې په مرسته لوګر ولایت مرکز او محمدآغې ولسوالی اړوند د افضل بیګ ، دهنه ملک ، نورمحمدخان او جانان کلیو د ابولګونې شبکو د بنسټ ډبرې د لوګر والی محمدانور “اسحاقزی” د ولایتي شورا رئیس حسیب الله “ستانکزی” د ولایتي شورا غړی قریب الله “سادات” ، د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ رئیس انجنیر محمد دین “مومند” په کرونده کې د اوبوتنظیم پروژی د مرکزی زون رئیس انجنیر محمد فواد “داودزاده”،د چاپیریال ساتنی او نشه یی توکیو پروړاندې د مبارزې ریسانو ، د ابولګونې آمر انجنیر خالداحمد “وحدت” د اوبولګونې ټولنې رئیسانو او د سیمې قومي مشرانو له لوري د 20,643,087 افغانیو په ارزښت کیښودل شوې.
د کرنې د رئیس په وینا د اوبولګونې د نوي او عصري سیستم جوړونکي شبکې د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د بنسټیزو پروګرامونو لړی ده ترڅو د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ په برخه کې یو مثبت بدلون رامنځ ته شي.
نوموړي زیاته کړه چې د اوبولګونې یادې شبکې ۸۰۲۱ متره اوږدوالی ، ۱۱ پلچکونه ،۱۳۵ بابه شترینګي دروازې، ۱۸۳ بابه لاسي دروازې، ۱۶ ګودرونه ،۷ دانې د اوبو ویشوونکي ساختمانونه لري او له دغو شبکو څخه به ۳۹۰۰ نفره ګټه پورته کړي.
د یادو پروژو په تطبیق سره به ۴۶۰ هکتاره ځمکه خړوبه او سلګونو خلکو ته به د کارکولو زمینه برابره شی.

عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز لوگر